ایکناخبري آژانس د المیادین له قوله راپور راکړ، د سعودي تیریګر ائيتلاف مشرانو ددې خبرې په کولوسره چې د یمن په داخل کې د پوخي عملیاتو دریدا،د سولې د ټینګیدا لپاره د یوې مثبتط فضا د رامینځة کولو او د سلامشورو د بریالیتوب لپاره ده ،وئيلی دي،دغه اقدام د فارس خلیج دملګرتیا شورا دعمومی منشي دغوښتې په ځواب کې شوی دی .
ددغه تیریګر ائيتلاف د مسئولانو په اعلامیې کې راغلی دي ،د پوځي عملیاتو ددریدا لپاره د مونږ فیصله،دیمن دبحران دختمولو لپاره یوې تل پاتې او جامعې سیاسی حل لارې ته د لاس رسي په موخې سره شوې ده .
د فارس خلیج دملګرتیا شورا عمومي منشي پرون د یمن له درستو لورو او دسعودي تیریګر ائيتلاف له رهبرۍ غوښتي څو خپل پوځي عملیات دې چې کابو اوه کلونه کیږي ، په یمې کې روان دي ،ودروي .
ددغې شورا داعلامیې په اساس،ددغې شورا مشر نایف فلاح مبارک الحجرف په یمن کې د سعودي ائیتلاف له رهبرۍ او دیمن له درستو لورو غوښته کړې ، څو دیمن په داخل کې دې پوځي عملیات ودروي .
د یمن د لوړې سیاسی شورا مشر مهدي المشاط د مارچ په شپږ ویشتمه نیټه په یواړخیز توګه اعلان کړی ،چې د عربستان په ضد د مځکنیو ،هوائي او سمندری اقدامات او درست توغندوي اوډرونز بریدونه اوحملې،په یواړخیز ډول ،تر درو ورځو لپاره دروي .هغه ټینګارکړی،که سعودي عربستان د یمن کلابندي او بې آمانه حملې ودوري ،نو دغه اعلامیه په یوې پریکنده او نهائي ژمنتیا هم بدلیدلی شي .
د المشاط په وسیله اعلان شوی نوښت،د تیرې یکشنبې په ورځې،یعني د صنعا د ځاي وخت په اساس،دمارچ په اوه ویشتمه نیټه اجرائي شو.